د پاکستان پوليسو د شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د خیبرپښتونخوا په کوهاټ سيمه کي د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) سره ئې نښته کړې، چي پرمهال ئې درې د تحريک ط..البان پاکستان غړي وژلي او ګڼ شمېر نور ئې ټپيان کړي.
د پاکستان پوليس وايي، چي په دغه نښته کي يو پاکستانی پوليس وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي.
د يادي نښتي په اړه تر اوسه پوري د تحريک ط..البان پاکستان ډلي څه نه دي ويلي.
