ګارډين ورځپاڼي په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي ط..البانو د خپل نوي امر له مخي په ټول افغانستان کي د ښځو د فېشن هغه مرکزونه هم تړلي، چي په پټ ډول په خپلو کورونو کي فعاليت کوي.
د ګارډين د راپور له مخي، چي ط..البانو د ښځينو د فېشن مرکزونو(اريشګاو) مسئولينو ته د يوې مياشتي له پاره وخت ورکړی، چي په دغه موده کي خپل مرکزونه بند کړي او که ئې بند نه کړي د ط..البانو له خوا نيول کېږي او مجازات کېږي.
دغه راز دوې ورځي وړاندي هم د کابل ښار د يولسمي ناحيې څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي وه، چي ط..البانو د ناحيې د وکيلانو څخه غوښتي وه، چي دښځو د فېشن مخفي ځايونه په نښه او راپور دې د ط..البانو ادارې ته ورکړي؛ ترڅو د يادي ادارې له خوا ئې مرکزونه وتړل سي.
