د‌فرانسې په پاريس ښار کي يو افغان بل افغان وژلی

په پاريس کي د افغانانو د يوالي د کلتوري ټولني مشر څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شنبې په ورځ په پاريس ښار کي يو افغان کډوال بل افغان په چړو وهلی او وژلی دئ.
د پاريس پوليسو ويلي، چي د دغي پېښي اصلي انګېزه تر اوسه پوري معلومه نه ده؛ خو دوی ئې په اړه څېړني کوي.
باید وويل سي، چي درې ورځي وړاندي په جرمني کي هم يو افغان کډوال دوه نور افغانان په چړو وهلي وو، چي يو افغان وژل سوی او يو ټپي سوی و.

Verified by MonsterInsights