په خوست کي يو ځوان د غريبۍ له امله د ځان وژني هڅه کړې

د خوست څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په خوست ولايت کي يو ځوان د بېکارۍ او اقتصادي مشکلاتو له امله د ځان وژني هڅه کړې.
د‌سرچينې په خبره چي دغه ځوان د موږک زهر خوړلي و، چي د خوست ولايتي روغتون ته ئې د کورنۍ غړو انتقال کړی.
ډاکټرانو د ياد کس روغتيايي حالت د انديښنې وړ بللی.

Verified by MonsterInsights