د اوکراین د پارلمان پخوانی رئیس د لویو ښار په مرکز کي نامعلومه وسله وال وژلی

د اوکراین د پارلمان پخوانی رئیس، آندری پاروبیا، د اوکراین د لویو ښار په مرکزي سیمه کي د نامعلومه وسله وال له خوا وژل سوی.
پولیس وايي، دا پېښه د شنبې ورځ، د لویو ښار د سیخوفسکي په سیمه کي سوې. د سیمي سیمه‌ییزو چارواکو د پاروبیا مرګ تائید کړی او وایي چي د بریدګر د نیولو هڅي رواني دي.
سرچینې وایي، بریدګر د خوړو رسولو د کارګر جامې اغوستي وې او له پېښي‌وروسته له سیمي څخه تښتېدلی دئ.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دا پېښه ډېره وحشتناکه بللې او ویلي ئې دي چي ټول امنیتي ځواکونه ئې د قاتل د موندلو له پاره هڅه کوي.

Verified by MonsterInsights