د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي د شنبې په ورځ د پاکستان څخه۶۲۰۹ او د ایران څخه ۱۶۷۷ افغان کډوال بېرته افغانستان ته راغلي.
د خبرپاڼي په حواله د پاکستان چارواکو دغه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، انگور اډې او بهرامچې له لاري افغانستان تهلېږلي.
دغه راز خبرپاڼه زياتوي چي ۱۶۷۷ افغان کډوال د ايران دولت د اسلام کلا او ابريشم د لاري افغانستان ته لېږلي.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي چي تر اوسه شاوخوا ۲.۳ میلیونه افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راغلي.
