د امريکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي په خپل راپور کي ويلي دي، چي د ټرمپ اداره د يوې طرحي له مخي غواړي، چي د امريکا د دفاع وزارت نوم د جګړې وزارت ته بدل کړي.
د وال سټريټ ژورنال د راپور له مخي د امريکا دولت غواړي چي په دې سره خپل ځواک او قوت نړۍ ته وښيي.
بايد وويل سي، چي د جګړې د وزارت نوم د لومړي ځل له پاره په ۱۹۷۴ ميلادي کال کي د د فاع د وزارت له پاره کارول سوی و اوس د ټرمپ اداره بیا غواړي چي دغه نوم تازه کړي.
