ريچارډ بنت: افغانستان اوس مهال د هېچا له پاره خوندي نه دئ

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنت، د PBS تلوېزيوني شبکې سره په خپل تازه مرکه کي ویلي، چي اوس مهال افغانستان د هېچا له پاره خوندي ځای نه دئ.
د هغه په خبره چي ښځي، نجوني او هغه کسان چي په تېرو شلو کلونو کي ئې د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی دئ اوس مهال په افغانستان کي د ستر ګواښ سره مخ دي.
بنت د خپلو خبرو پرمهال ويلي، چي تر دې دمه له ط..البانو سره تعامل، چي یو استبدادي رژیم دئ، هېڅ نتېجه نه ده ورکړې.
ريچارډ بنت په ټينګار سره ويلي، چي د داسي رژیم لکه سخت دريځه ط..البان په واک کي پاته کېدل، د نړۍ، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو، د امنیت له پاره هم ګټور نه دئ.

Verified by MonsterInsights