د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شنبې په ورځ ماځيګر مهال د کندهار ښار د څلورمي ناحيې د عالي دارالمعلمين په کوڅه کي نامعلومو وسله والو يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه ځوان اقبال احمد نومېدی د موټرانو رنګمال و.
د اقبال احمد د وژني پېښه د کندهار ط..البانو منلې ده؛ خو د وژني لامل ئې تراوسه پوري څرګند نه دئ.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو او وسله والو وژنو ګراف لوړ سوی دئ او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.
