د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې پخوانی مشر مایکل مککال وايي، چي څلور کاله مخکي په همدې ورځ (اګسټ ۳۱) د امريکا وروستۍ الوتکه د افغانستان څخه ووتل او په افغانستان کي د ترهګرو له پاره دروازه خلاصه سوه.
هغه د افغانستان څخه د امریکا پر وتلو نيوکه کړې او په خبره ئې چي د جوبایډن د ناسم سياست له امله په افغانستان کي د ترهګرو له پاره زمينه برابره سوه.
مککال د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو دغه ډول وتنه ناکامه وتنه بولي او په خبره ئې بایډن په دې کړني سره د امریکا په تاریخ کي يو بد نوم پرېښود.
هغه زياتوي په دې کار سره د امريکا کمزوري ټوله نړۍ ته څرګنده سوه.
هېره دي نه وي، چي د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګسټ د مياشتي پر ۳۱ مه نېټه د امريکا ټول پوځيان د افغانستان څخه ووتل او ط..البانو پر ټول افغانستان واک ټینګ کړ.
