په ختيځ زون کي د زلزلې له امله ۲۵۹ کسان وژل سوي

د ننګرهار، کنړ او لغمان ولايتونو د پېښو په وړاندي د مبارزې مسئولينو د لومړنيو معلوماتو له مخي په يادو ولايتونو کي د تېري شپې د زلزلې له امله ۲۵۹ کسان وژل سوي او شاوخوا ۲۵۰۰ تنه نور ټپيان سوي دي.
د هغوی په خبره چي د دغو کسانو له ډلي څخه ۲۵۰ کسان د کنړ ولایت په څوکۍ، ماڼوګي، چپه دره او نور ګل ولسوالیو کي وژل سوي او تر دوه زره زيات کسان نور ټپيان سوي.
دغه راز ۹ کسان د ننګرهار ولایت په دره نور ولسولۍ کي وژل سوي او په لغمان او ننګرهار کي تر ۳۰۰ زيات نور ټپيان سوي دي .
د ط..البانو د عامي روغتيا وزات وايي چي په يادو ولايتونو کي زلزلې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او په خبره ئې چي ارقام به ئې وروسته د رسنيو سره شریک سي.
بايد وويل سي چي ياده زلزله تېره شپه د مرکز کابل ترڅنګ په ننګرهار، کنړ او لغمان ولايتونو کي د ۶،۲ رښتر په کچه سوې وه.

Verified by MonsterInsights