ط..البان: په کنړ کي د تېري شپې د زلزلې له امله يو شمېر کلي په بشپړ ډول ويجاړ سوي

د ط..البانو تر کنټرول لاندي د عامي روغتيا وزارت وياند شرافت زمان وايي، چي د تېري شپې د زلزلې له امله د کنړ ولايت يو شمېر کلي په مکمل ډول ويجاړ سوي.
د هغه په خبره چي د کنړ ولايت د نورګل ولسوالۍ د شولټ، اريت، ماماګل، دیراو او څو نور کلي په مکمل ډول باندي ويجاړ سوي او له منځه تللي دي.
د هغه په خبره چي د کنړ ولايت په ځینو برخو کي د دوشنبې په ورځ تر سهاره پوری لاهم د زلزلې وروسته ټکانونه احساس سوي.
نوموړی وايي چي روغتيايي ټيمونه ئې د زلزله ځپلو سره د مرستي په موخه ننګرهار، کنړ او لغمان ته رسېدلي دي.
بايد وويل سي، چي تېره شپه د کنړ ترڅنګ په مرکز کابل، ننګرهار او لغمان کي هم زلزله سوې، چي د لومړنيو معلوماتو د مخي ۵۰۰کسان په کښي وژل سوي او تر ۲۵۰۰ زيات کسان په کښي ټپيان سوي دي.

Verified by MonsterInsights