ط..البانو په بدخشان کي ۷ کسانو ته تعزيري سزا ورکړې

د ط.. البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په بدخشان ولايت کي یې درې ښځي او څلور نارينه د غلا او زنا په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۹ -۳۹ دورې وهلي دي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي يادو کسانو ته ئې د يو کال څخه تر دوو نيمو کالو پوري د تنفيذي بند سزا ورکړې.

Verified by MonsterInsights