کنړ کي د زلزلې له امله د وژل سوو کسانو شمېره ۷۰۰ تنه ته رسېدلې

د کنړ ولايت د ط..البانو د طبيعې پېښو په وړاندي د مبارزې رياست وايي، چي په دغه ولايت کي د تېري شپې د زلزلې له امله د وژل سوو کسانو شمېر ۷۰۰ تنه ته رسېدلی او تر دوه زره زیات کسان په کښي ټپيان سوي دي.
د يادي ادارې په خبره چي په سيمه کي خلګ او ط..البان اخته دي ترڅو تر خاورو لاندي کسان راو باسي او د دې امکان سته چي د مړو او ټپيان شمېر نور هم لوړ سي.
بايد وويل سي، چي د يکشنبې د ماخستن زلزلې د کنړ ولايت څو کلي په بشپړ ډول ويجاړ کړي او له منځه څخه ئې وړي دي.

Verified by MonsterInsights