د غزني ولايت په ګيلان ولسوالي کي په ترافيکي پېښه کي يو کس وژل سوی

د غزني د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کي د دوو کوچني موټرانو د ټکر له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د خبرپاڼي په حواله چي په ياده ترافيکي پېښه کي يو کس وژل سوی او ۱۱ تنه نور ټپيان سوي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

Verified by MonsterInsights