ريچارډ بنت د کنړ ولايت د زلزلې د قربانیانو سره خواخوږي ښودلې

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنت د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه باندي د کنړ د زلزلې له امله د زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د بشري مرستو د رسولو له ډلي څخه ئې غوښتنه کړې، چي د زیانمونوکورنيو سره دي پر وخت باندي مرسته وکړي.
د طالبانو په وینا، په دې زلزله کي ۷۰۰ تنه وژل سوي او تر ۲ زره زيات نور ټپیان سوي دي. د هغوی په خبره د نورګل ولسوالۍ څو کلي په بشپړ ډول ویجاړ سوي دي. همداراز، د مخابراتي شبکو خدمات هم پرې سوي دي.

Verified by MonsterInsights