د هرات ولايت څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د يکشنبې په ورځ وسله والو غلو د فريد احمد فيضي په نوم يو ځوان ويشتلی او پيسې ئې ورڅخه وړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي فريداحمد فيضي په هرات ولايت کي د ګازو د يوه شرکت سره کار کوی او غوښتل ئې چي د شرکت څخه پیسې صرافۍ ته انتقال کړي، چي د لاري په اوږدو کي وسله والو غلو هغه وژلی او پیسې ئې ورڅخه وړي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي وسله والي غلاوي زياتي سوي دي، ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي؛ خو ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.
