د ایران څخه تازه افغانستان ته راغلی پخوانی نظامي ط..البانو نيولی

د کابل څخه محلي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کبيري اکبري په نوم يو پخوانی نظامي د ط..البان استخباراتو د باغ بابر په سيمه کي نيولی او نامعلوم ځای ته ئې انتقال کړی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي چي کبیر اکبري د ط..البانو د بیا واکمنۍ سره سم ايران ته کډوال سوی و، چي يوه مياشت مخکي افغانستان ته راغلی و.
سرچينه دغه راز زیاتوي، چي کبیري اکبري د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغان ملي اردو سرتېری و.
بايد وويل سي چي د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو هم د پخوانیو نظامیانو د ناقانونه نیولو او شکنجه کول يو شمېر پېښي مستندي کړي وې؛ خو ط..البان ئې نه مني.

Verified by MonsterInsights