د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت څخه په نشر سوي بيان کي ويل سوي، چي دغه هيواد د افغانستان په ختيځ کي د زلزلې ځپلو سره شل ټنه نوره مرسته کړې ده.
ياد وزارت ويلي، چي په دغه شل ټنه مرسته کي خيمې او کمپلي شاملي دي، چي ډېر ژر به د افغانستان پر زلزلې ځپلو کورنيو باندي به تقيسم کړل سي.
بايد وويل سي، چي تر دې وړاندي هم د روسيې دولت د افغانستان د زلزلې ځپلو سره د شل ټنه مرسته کړې وه.