وسله والو غلو په بدخشان کي يو صراف ټپي کړی او پيسې ئې ور څخه وړي دي

د بدخشان څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کي وسله والو غلو د حاجي جاويد په نوم صراف ويشتلی او ټپي کړی دئ‌.
د سرچينې په وينا چي وسله والو غلو د هغه څخه پيسې او ټول قيمتي توکي غلا کړي او د سيمي څخه تښتېدلي دي.
بايد وويل سي چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي وسله والي غلاوي زياتي سوي، ولس ئې د ط.. البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي؛ خو ط.. البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.

Verified by MonsterInsights