نی: په پنجشېر کي پر تصويري رسنيو بنديز د ازادو رسنيو پر خوله د لاس ايښودلو په مانا دئ

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) د ط.. البانو له خوا په پنجشېر کي پر تصويري رسنيو بنديز غندلی او د ط..البانو دغه کړنه ئې په ښکاره ډول د بيان د ازادۍ پر وړاندي خنډ بللی.
نی ويلي چي په تېرو څلورو کلونو کي چي ط..البان پر افغانستان واکمن سوي، د رسنیو او بیان ازادۍ ټول قانوني جوړښتونه له منځه تللي دي.
د يادي ادارې په خبره چي د جمهوري نظام پر مهال فعالي زیاتي رسنۍ بندي سوي دي، سلګونه خبریالان له هیواده وتلي او ۹۰ سلنه ښځینه خبریالاني له دندو محرومي سوي دي.
نی زياتوي، چي اوس مهال په افغانستان کي یوازي شاوخوا ۲۰۰ ښځینه خبريالاني دنده لري او هغه هم په سختو شرايطو کي کار کوي. نی زياتوي چي پخوا دا شمېر دوه زره ته رسېده.
نی د نړۍوالو غوښتي چي پر ط..البانو فشارونه زيات کړي؛ ترڅو د بيان ازادۍ ته ژمن پاته سي او افغانستان کي رسنيو او خبريالانو ته خپلواکي ورکړي.

Verified by MonsterInsights