په ننګرهار کي د يوه کوچني جسد پيدا سوی

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کي يو پنځه کلن کوچنی چي دوې ورځي وړاندي نادرکه سوی و، د پنج شنبې په ورځ ئې ځايي خلګو جسد پيدا کړی.
د ځايي خلګو په خبره چي دغه هلک دوې ورځي وړاندي تښتول سوی و او تېره ورځ ئې جسد په داسي حال کي پيدا سوی، چي زندۍ سوی او وژل سوی و.
ط..البانو د دغه وژل سوي هلک په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي يوه ورځ مخکي په هلمند کي هم يو کوچنی هلک غلو تښتولی وروسته ئې وژلی او څاه ته ئې اچولی و.

Verified by MonsterInsights