د قطر د بهرنیو چارو وزارت ويلي چي د افغانستان په ختیځ زون کي د وروستيو زلزلو له امله د زيانمنو سوو کسانو سره د قطر د بشر دوستانه مرستو لسمه جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چي د قطر د پراختیایي صندوق (QFFD) له خوا د روغتیا او درملني برخي د ملاتړ له پاره د چمتو سو بېړنيو روغتیايي مرستو لسمه الوتکه د پنج شنبې په ورځ کابل ته رسېدلې ده.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي هم د قطر دولت د افغانستان د زلزلې ځپلو سره بشري مرستي کړي وې.
