د پاکستان له خوا تړل سوي د خرلاڅي او غلام خان بندرونو لاري بېرته د باروړونکو موټرو پر مخ خلاصي سوې

ط..البان وايي د غلام خان او خرلاڅي بندر لاري چي شاوخوا ۴۵ ورځي مخکي د پاکستان دولت تړلي وې بېرته د باروړونکو موټرو پر مخ د‌ جمعې په ورځي خلاصي سوې.
د باروړونکو موټرو چلوونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د
پر دغو لارو باندي د پاکستان دولت د دوی څخه پاسپورټ او ويزه غوښتل، چي د همدې دليل په سبب د پاکستان دولت تړلې وه.
هغوی وايي چي اوس هم دغه لار د باروړونکو موټرو د تګ له پاره خلاصه ده؛ خود پاسپورټ او ويزې څخه پرته چاته اجازه نه ورکوي، چي د دغو لارو څخه پاکستان ته ولاړ سي.

Verified by MonsterInsights