د کنړ ولايت څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د شيګل ولسوالۍ د ط..البانو د استخباراتو مدير د خپل ساتونکي سره يو ځای په خپل کور کي په يوه بمي چاودنه کي لومړی ټپي سوي وو، چي وروسته ئې د ټپونو د ژوروالي له امله په روغتون کي ساه ورکړې.
د سرچينې په وينا چي د ط.. البانو د استخباراتو دغه مدير شېراحمد محمود نومېدی او اصلي د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي و.
بايد وويل سي چي د دغه ط..الب د وژني مسئوليت کومي ډلي تر اوسه پوري په غاړه نه دئ اخيستی.
