ازبکستان: د پخواني پوځيانو چورلکي ط..البانو ته نه ورکوو

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احراز برخانوف وايي چي داسي هېڅ پلان نسته چي ازبکستان دي د پخواني پوځ چورلکي ط..البانو ته تسليم کړي.
هغه ټول هغه راپورونه رد کړه، چي ګواکي دغه هيواد د پخواني پوځيانو چورلکي ط..البانو ته ورکوي.
هغه ويلي چي د يادو چورلکو په اړه ازبکستان بياهم پر خپل پخواني دريځ ولاړ دئ.
هغه ويلي، چي دغه چورلکي د امريکا ملکيت دي او د امريکا په غوښتنه په ازبکستان کي ساتل کېږي.
بايد وويل سي چي د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کي د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته، ازبکستان ته د پخواني حکومت د هوايي ځواک یو شمېر چورلکي لېږدول سوي ط..البان اوس د ازبکستان څخه غواړي چي دغه چورلکي بېرته ط..البانو ته ورکړي؛ خو ازبکستان ويلي چي دا د امريکا ملکيت دي او ط..البانو ته ئې نه ورکوو.

Verified by MonsterInsights