په ننګرهار کي د ديوال د نړېدو له امله دوه کوچنيان وژل سوي او اووه کسان نور ټپيان سوي

د ط..البانو د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ماخستن د دغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ په يوه کور د ديوال د نړېدو په پېښه کي دوه کوچنيان وژل سوي دي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي په ياده پېښه کي اووه کسان نور ټپيان سوي دي، چي د درملني په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون ته انتقال سوي.

Verified by MonsterInsights