امريکا د پاکستان د سېلاب ځپلو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان د زلزلې ځپلو سره ئې هيڅ ډول مرسته و نه کړل

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چي د پاکستان د سېلاب ځپلو سره ئې بشري مرستي پاکستان ته رسېدلي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي د پاکستان په دغه ستر ناورين کي ځان شريک بولي او د پاکستان د سېلاب ځپلو سره به خپلي مرستي جاري ساتي.
امريکا دغه مرستي د پاکستان د سېلاب ځپلو سره پر داسي مهال کوي، چي د يادو سېلابونو له امله شاوخوا ۹۰۰ کسان وژل سوي وو؛ خو په افغانستان کي د وروستيو زلزلو له امله شاوخوا ۲۵۰۰ کسان وژل سوي او په زرګونو نور ټپيان سوي او په زرګونو نور بيا بې سرپناه سوي دي؛ خو امريکا د هغوی سره هېڅ ډول مرسته و نه کړل.
امريکايي چارواکو ويلي، چي د افغانانو له پاره د ځانګړو سوو بشري مرستو څخه ط..البان د خپلو ګټو په موخه استفاده کوي، نو ځکه افغانستان ته مرستي نه لېږي.

Verified by MonsterInsights