د پاکستان پوځ اعلان کړی، چي د سويلي وزيرستان په واڼه سيمه کي ئې د تحريک ط..البان پاکستان( ټي ټي پي) وسله والي ډلي سره نښته کړې، چي پرمهال ئې نهه وسله وال ط..البان وژل سوي.
د پاکستان پوځ دغه راز ويلي، چي د يادي نښتي پر مهال د پاکستان د پوځ يو سرتېری هم وژل سوی.
د پاکستان د پوځ په وينا چي په ياده سيمه کي اوس هم د وسله والو پر ضد عمليات روان دي.
د يادوني وړ ده چي د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه تراوسه د تحريک ط..البان پاکستان ډلي څه نه دي ويلي.
