د فارياب څخه محلي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره ورځ د دغه ولايت په دولتآباد ولسوالۍ کي خاوند خپل مېرمن وژلې او د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
د سرچينې په خبره چي خاوند خپل مېرمن د کورڅخه د ډاکټر به بهانه بېولې وه، چي د لاري په اوږدو کي ئې هغه وژلي او د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
دغه راز د فارياب ولايت ط..البانو هم د دغي ښځي د وژني پېښه تائید کړې ده او په خبره ئې چي د يادي پېښي په اړه څېړنه کوي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي په دې وروستيو کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.
