په فارياب ولايت کي نامعلومو وسله والو يوه ښځه وژلې

د فارياب ولايت څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د فارياب ولايت په شیرین‌تگاب ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو ښځه ويشتلې او وژلې ده او وسله وال د پېښي د ځای څخه تښتېدلي دي.
د دغي وژل سوي ښځي هويت تر اوسه پوري څرګند نه دئ او همدارنګه د وژل کېدو علت ئې هم تر اوسه پوري روښانه نه دئ.
د فارياب ولايت ط..البان هم تر اوسه پوري د دغي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي د جمعې په ورځ هم د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کي خاوند خپله مېرمن وژلي او د سيمي څخه تښتېدلی و.

Verified by MonsterInsights