په سمنګان کي په يوه ترافيکي پېښه کي درې کسان وژل سوي

د سمنګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه دشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي تېره شپه د دغه ولايت په دره صوف پايين ولسوالۍ کي يو فورنر ډوله موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
په خبر پاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ترافيکي پېښه کي درې کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي چي دغه موټر د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او تېز رفتار له امله د سړک څخه اوښتی او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.

Verified by MonsterInsights