د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشرسوې اعلاميه کي ويل سوي دي، چي د جمعې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۱۱۰۲ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي ۷۳۷ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان څخه د سپين بولدک او تورخم د لاري افغانستان ته راغلي او ۳۶۵ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران څخه د اسلام کلا او ورېښمو پله د لاري افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي پاکستان او ايران په دې وروستيو کي په زرګونو افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلې او افغانستان ته ئې لېږلي، چي دغه کډوال دلته افغانستان کي د زده کړو، سرپناه، روغتيايي خدماتو، کارموندولو او دې ته ورته نورو اساسي حقونو څخه بې برخي دي چي د نړۍوالو مرستو ته اړتيا لري.
