د جرمني رسنيو راپور ورکړی، چي د پاکستان دولت د روان کال د اګسټ د مياشتي له پيل څخه تر دې دمه پوري ۶۶۱ هغه افغان کډوال نيولي، چي جرمني ته د تګ له پاره په پاکستان کي انتظار وو.
د جرمني رسنيو دغه راز ويلي چي د دغو کسانو له ډلي ئې ۲۴۸ تنه بېرته افغانستان تهلېږلي دي.
د جرمني فونکه ورځپاڼه ليکلي چي په دې کسانو کي ۵۱ ئې د افغان امنیتي ځواکونو پخواني غړي وو. دا ورځپاڼه وايي د پاکستان له خوا د نیول سوو کسانو له ډلي ۱۲۴ کسان هغه افغانان دي چي د فدرالي حکومت د کډوالو د منلو په پروګرام کي شامل دي او۷۳ هغه کسان دي چي ټاکل سوې وه د نورو بشردوستانه پروګرامونو له لاري جرمني ته ولېږدول سي.
د جرمني حکومت بيا ويلي چي د جرمني د افغانانو د منلو په پروګرام کي د منل سوو افغانانو چي اوس مهال په پاکستان کي دي د امنيتي لحاظه ئې د سر څخه يو ځل بيا څېړنه کوي.
