په ايران کي د افغان کډوالو د موټر د چپه کېدو له امله شل کسان ټپيان سوي

حال وش د بشري حقونو سازمان د يکشنبې په ورځ په نشر سوې اعلاميه کي ويلي، چي د ايران په سراوان ښار کي د افغان کډوالو يو موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی، چي له امله ئې شل کسان ټپيان سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د ايران د سراوان ښار روغتون ته انتقال سوي دي.
په تهران کي د ط..البانو سفارت تر اوسه پوري د دغي ترافيکي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.

Verified by MonsterInsights