ط..البانو په هرات کي يوه نجلۍ د رياضي د تدريس په تور بندي کړې

د هرات څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د امر ب.االمعروف او نهی عن‌ال.منکر محتسبينو يوه ښځينه ښوونکې په ښوونيز مرکز کي د رياضي او ساينسي مضامينو د تدريس په تور نيولې او بندي کړې ده.
د ط..البانو له خوا د دغي ښځينه ښوونکي نيول کېدل د‌ هغې کورنۍ هم تائيد کړې او ويلي ئې دي، چي دوی څو ځله د هرات ولايت د ط..البانو د امر باال.معروف رياست ته ورغلي، چي هغه خوشي کړي؛ خو ط..البانو ئې خبره نه ده منلې.
باید وويل سي، چي دا د ط..البانو له خوا د‌ نجونو پر زده کړو د بنديز او سانسور يوه برخه ده، د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي ټولي ښځينه زده کوونکي او محصلاني د زده کړو څخه بې برخي سوې.

Verified by MonsterInsights