ډان ورځپاڼه: په خيبر پښتونخوا کي ۱۲ پاکستاني پوځيان وژل سوي

د پاکستان ډان ورځپاني په خپل نشر سوي راپور کي ويلي، چي د پاکستان په خيبر پښتونخوا کي د وسله والو سره په نښته کي ۱۲ پاکستاني پوځيان وژل سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته سوې، چي وسله والو پر پاکستاني پوځيانو بريد وکړ.
د راپور په حواله چي په دغه نښته کي ۳۵ وسله وال هم وژل سوي.
بايد وويل سي، چي د دغه پېښي په اړه تر اوسه پوري د پاکستان د دولت مخالفي ډلي څه نه دي ويلي.

Verified by MonsterInsights