ط..البانو په لوګر کي څلور غله نيولي

د لوګر ولایت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مرکز پل علم ښار کي درې کسان د موټر سيکلانو او موبايلانو د غلا په تور نيولي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يو بل کس ئې د يوې مېرمني او درې کوچنيانو د غلا په تور نيولی دئ.
خبرپاڼي ليکلي چي دغو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دئ.
باید وويل سي چي د افغانستان په ټولو ولايتونو کي خلګ د وسله والو غلو د ډېريدو څخه شکايت کوي او د ط..البانو څخه ئې د کنټرول غوښتنه کوي.

Verified by MonsterInsights