په ايران کي د اسماعيل خان نژدې پوځي ملګری وژل سوی

د ايران څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ايران په مشهد ښار کي نامعلومو کسانو د اسماعيل خان نژدې پوځي ملګری حاجي معروف غلامي په خپل کور کي ويشتلی او وژلی دئ.
د‌ سرچينې په خبره چي د ايران دولت د دغه کس د وژلو په تور د شاپور او داود په نومونو دوه کسان نيولي دي.
د حاجي معروف غلامي د وژني اصلي انګېزه تر اوسه پوري معلومه نه ده او د ايران دولت هم په رسمي ډول باندی د يادي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.

Verified by MonsterInsights