د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي دي، چي د افغانستان ط..البان دي د پاکستان د دولت او تحريک ط..البانو پاکستان ( ټي ټي پي ) څخه يو انتخاب کړي.
هغه ويلي، چي ټي ټي پي د افغانستان څخه پاکستان ته راځي او دلته پاکستان کي ترهګريز بريدونه کوي، د هغه په خبره چي دغه ډله دلته پاکستان د پاکستان نظاميان او عام خلګ په نښه کوي او هغوی وژني.
د شهباز شريف په وينا چي پاکستان د افغانستان سره سالمي اړيکي جوړول غواړي؛ خو که ط..البان د ترهګرو ملاتړ کوي بیا نو پاکستان د ترهګرو د له منځه وړلو له پاره اقدام کوي.
شهباز شريف د خپلو خبرو پرمهال ويلي: ((نن زه غواړم افغانستان ته واضح پیغام ورکړم چي د پاکستان او تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي ) ترمنځ يو انتخاب غوره کړي.))
بلخوا بيا د افغانستان ط..البانو د وسله والو ترهګرو او تحريک ط..البان پاکستان ملاتړ رد کړی او په خبره ئې چي د افغانستان خاوره به هېڅ وخت د ترهګرو په ګټه استفاده نه سي.
