تېره ورځ د پاکستان او ايران څخه ۱۲۸۵ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویل سوي دي، چي د شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۱۲۸۵ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۷۵۰۰ تنه کېږي افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال د سپين بولدک، تورخم، بهرامچې، انګور اډې، د وريښمو پل او اسلام کلا د لاري افغانستان ته راغلي دي.
ط..البانو ويلي، چي د دغو افغان کډوالو سره ئې مرستي هم کړي دي.
بايد وويل سي، چي ايران او پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه په زور او جبر باسي او افغانستان ته ئې رالېږي.

Verified by MonsterInsights