د فارياب د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په ميمنې ښار کي د يوې ترافيکي پېښي له امله شپږ کسان وژل سوي او شپږ نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغي پېښي په قربانيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي، چي ټپيان ئې روغتون ته د درملني په موخه انتقال سوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
