يونيسف: د افغانستان په وروستيو زلزلو کي کوچنيان تر نورو ډېر زيانمن سوي

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي، چي په افغانستان کي د وروستيو زلزلو له امله کوچنيان تر نورو ډېر اغېزمن سوي دي.
دغه سازمان دغه راز زياته کړې، چي د ژمي د موسم په رارسېدو سره زرګونه کوچنيان د بې‌کورۍ، لوږي او د روغتیايي خدماتو د نشتوالي له ګواښ سره مخ دي.
د ياد سازمان د مسئولينو په وينا چي د ژمي تر موسمه پوري وخت کم دئ، که چيري د دغو زلزلو ځپلو کوچنيانو سره بېړنۍ مرستي و نه سي نو د يادو کوچنيانو وضعيت به نور هم خراب سي.

Verified by MonsterInsights