په کنړ کي د زلزلې له امله ۵۰۰ محلي ټولګۍ ويجاړي سوي

د کنړ ولايت د ط..البانو د پوهني رياست مسئولينو ويلي، چي په کنړ ولايت کي د وروستيو زلزلو له امله د يونيسف په مالي ملاتړ جوړي سوي د زده کوونکو له پاره ۵۰۰ محلي ټولګۍ ويجاړي سوي دي او زده کوونکي ئې د زده کړو څخه بې برخي سوي دي.
د کنړ د پوهني مسئولين په وینا چي د دغو محلي ټولګيو د ويجاړېدو له امله زرګونه نارينه او کوچنۍ نجوني د زده کړو څخه بې برخي سوي دي.
په ورته وخت کي يونيسف وايي، چي دغه محلي ټولګۍ په نورګل، څوکۍ، نرنګ، سرکاڼو، وټه پور، ماڼوګي، چپې درې، شیګل، دانګام، خاص کنړ او د مرکز اسعداباد په ګډون په ډېرو لېري پرتو ساحو کي محلي ټولګۍ دوی د خلګو په کورونو کي جوړي کړي وې، چي زلزلې تخریب کړي او زرګونه زده کوونکي اوس له زده کړو محروم دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د کوچنيانو د ژغورني سازمان ويلي، چي په کنړ کي د وروستيو زلزلو له امله ۱۱۵۰ زده کوونکی وژل سوي.

Verified by MonsterInsights