اسماعيل خان د یکشنبې په ورځ پر خپل فېسبوک پاڼي باندي د خپل نظامي قومندان حاجي معروف غلامي پر وژني خواشيني ښودلې ده.
هغه د ايران د حکومت څخه غوښتي چي ژر تر ژره دي د غلامي قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته دې و سپاري.
حاجي معروف غلامي د جمهوري نظام پرمهال د اسماعيل خان پوځي قومندان و، چي د شنبې په ورځ نامعلومو وسله والو د ايران په مشهد ښار کي خپل په کور کي و وژلی.
