د پروان ولايت څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز چاریکار ښار کي غلو يو رخشه چلوونکی د چاقو په وسيله وژلی او رخشه ئې ورڅخه بېولې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه رخشه چلوونکی ۲۸ کلن و او محمدسلیم نومېدی.
د پروان ولايت ط..البانو تر اوسه د دغي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.
باید وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي وسله والي غلاوي زياتي سوي او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.
