د پاکستان پوځ د منځ څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ځايي خلګو د جرګې په منځګړيتوب د پاکستان پوځ او د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) په جګړه کي د وژل سوو کسانو جسدونه سره تبادله کړي دي.
په دغه تبادله کي ۷ جسدونه د پاکستان د پوځ او ۱۱ جسدونه د ټي ټي پي د ډلي شامل و.
دغه پاکستاني پوځيان او ټي ټي پي د پښتونخوا په جګړه کي وژل سوي وو.
بايد وويل سي چي د پاکستان پوځ څوځله ادعاکړې، چي د ټي ټي پي وسله والو په منځ کي افغان جنګيالي هم شامل دي، د پاکستان صدراعظم شهباز شريف هم ويلي و، چي د افغانستان ط..البان دي د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ يو انتخاب کړي.
