د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي، چي د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کي امېندواري مېرمني د شپي په طرف کي روغتيايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.
دغه سازمان ويلي، چي په ياده ولسوالۍ کي يوازي يو روغتيايي مرکز سته، دغه مرکز پوره طبي وسايل نه لري او د شپي په طرف کي خدمات هم نه لري.
د ياد سازمان په وینا چي د روغتيايي خدماتو د کمښت له امله د دغي ولسوالۍ اوسېدونکي په ځانګړي ډول مېرمني د زياتو ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان دغه راز زياتوي چي د دغه مرکز مدیریت د یوې قابلې مېرمني پر غاړه دئ چي د ورځي ۶۰ کسان د عمومي روغتیايي خدماتو، د ماشومانو واکسین او د مېندو د پاملرني له پاره ورځي، چي دغه روغتيايي خدمات د يوې ولسوالۍ له پاره بسنه نه کوي.
