په خيبر پښتونخوا کي قومي مشرانو د نجونو څخه د ويډيو کولو په تور د دوو ځوانانو کورونه سوځولي

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ولسوالۍ کي د افريدو د قوم مشرانو د پرېکړي له مخي د هغو دوو ځوانانو کورونه سوځولي دي، چي څو ورځي وړاندي ئې په دغه سيمه کي د نجونو څخه ويډيو کړې وه او بیا ئې په ټولنيزو رسنيو کي نشر کړې وه.
ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دغو دوو ځوانانو د نجونو څخه تر ويډيو کولو وروسته دغه موضوع قومي جرګې ته تللې وه، چي جرګي د دود او غيرت په نوم د دغو ځوانانو کورونه وسوځول.

Verified by MonsterInsights