ایران يوه افغانه مېرمن او خاوند اعدام کړي

هه‌نگاو د بشري حقونو سازمان په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د پنج شنبې په ورځ د ايران دولت يوه افغانه مېرمن او خاوند ئې د قزوین په مرکزي زندان کي د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي.
په خبره پاڼه کي ويل سوي، چي دغه اعدام سوي افغانان حديقه او يونس نومېږي، چي څلور کاله وړاندي د ايران دولت د نشه يي توکو د قاچاق په قضيه کي نيولي وو.
خبرپاڼه ليکي، چي د ايران دولت د دغه افغاني مېرمني او خاوند سره يو ځای د هغوی درې کوچني اولادونه هم نيولي وو، چي تر درې مياشتي بند وروسته ئې هغه ازاد کړي او د ايران حکومت افغانستان ته لېږلي وو.
خبرپاڼه وايي، چي حديقه او يونس اصلي د افغانستان د هرات ولايت اوسېدونکي وو، چي اوس مهال په اېران کي مېشت وو.
بايد وويل سي، په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغو اعدام سوو افغانانو په اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.

Verified by MonsterInsights